Sep 22, 2008

رحیم الله بشارت دسولې چایزه وګټله



د۱۳۸۶کال دسولې جایزه رحیم الله بشارت وګټله

دکال دسولې جایزه رحیم الله بشارت او سمیع الله تړون وګټله
د ۱۳۸۶ کال سولې جایزې په نثر کې ناولیسټ رحیم الله بشارت په خپل ښوونیز او روزنیز کتاب ”سوله ییزژوند“ باندې وګټله او په شعر کې سیمع الله تړون وګټله.
دجایزو د ورکړې داپروسه چې د مدني ټولنو دجرګې او د میدیوتیک د موسیسې لخوا په لاره اچول شوي دي. د زرګونو خلکو په موجودیت کې دسولې د نړیوالې ورځې دنمانځغونډې په بهیر کې پورته یادو شوو پښتنو فرهنګیانو ته ورکړل شوې.

Sep 2, 2008

سور سترګی : لنډه پولیسي کیسه لیکوال رحیم الله بشارت

سورسترګی
یوه پولیسي کیسه
لیکوال : رحیم الله بشارت
دمنځني قدخېټاپولیس افسر چې غفارته لاس ورکړ،لاس یې ورله لږه شېبه ونیو، سرو سترګوته یې ورله وکتل ، هغه په ګرانه لاړې تېرې کړې لومړی یې مخامخ خټین دېوال ته وکتل چې دګڼو ښځو دژړا او چیغو غږ ترې راته ،پوه شوچې افسریې لاس نه پرېږدي نوپه وچوشونډو یې وویل « ته مې دجمشېدخان په دېره کې لیدلی وې» ده ورغبرګه کړه « زمامثال خو دډمې دی هرچېرته چې د دوکړۍ غږ وي هلته رسېږم » بیایې ورله لاس پرېښود، وې ویل « سترګې دې ولې سرې دي؟»
-«په بټۍ کې خښتې وهم شګې پکې غورځېدلې دي»
-« خښتې خوبه دې پرون اچولې وي سترګې دې اوس څنګه سرې دي » او مخ یې ترې واړاوه. غفار وویل « جي ! مونږ خو دشپې خښتو ته ځو، چربانګ مال(مهال) پاڅېږو. سهار چې له واقعې خبرشوم ، خټه مې پرېښوده بېرته راغلم» پولیس افسر یې دلیل ته ډېر ځیرنشو، بل کټ ته ولاړ کس ته یې لاس ورکړ او له یوه سپینږیري سره نږدې کېناست.
ورسره ټول ولاړ خلک چې ده ته له کټونو پاڅېدلي ووکېناستل ، ده په ټولو یونظر وزغلاوه ورپسې یې محرر ( رپورټ لیکونکی ) او د عدلي طب ډاکټر هم ورورسېدل. له ده سره په یوه کټ کېناستل.
سپین ږیري وپوښتل« صیب! تاسو دکومې تاڼې نه راغلي یئ »
هغه دځواب پرځای وپوښتل « په دې کیمپ کې دې څومره وخت تېرکړی؟» هغه وویل « پنځه ویشت کاله خوبه کېږي» خوافسر ځواب ته دغوږ ایښودلو زحمت ونه ویست، په مخامخ راروان کس کې یې سترګې ښخې کړې. چې دهغه سرو سترګو ته یې وکتل پوه شو چې دمړي له کورنۍ دی. په بل کټ کې ناست سړی وویل « دا دځوانیمرګ مشر وروردی»
پولیس افسر راپاڅېداو خپل خواته راغلي کس ته یې وویل « یوځل به محل واکعه (واقعه) ګورو» او ورسره روان شو. محرر او ډاکټر هم ورپسې ځان ورونښلاوه. دسپینې پګړۍ او سپینو ویښتانو یوسپین ږیری هم ورپسې ورغی. په یوه وړه زنګ خوړلې ټیمي دروازه ننووت. دکور په غولي کې یوکټ پروت و. ګڼې ښځې او دوه درې ناریته ترې راتاووو چیغې یې وهلې. ده سترګې په کټ خښې کړې ورغی له مړي نه یې سپین سان اوچت کړ. دشلو دوه ویشتوکلونو یو سپین رنګی ، زېړمخی ځوان یې ولید.یوې خوارینجکې بوډۍ وویل « ضالمانو په دې تشو کې وهلی.» ډاکټریې تشي ښکاره کړل. وې ویل « پنځه ګوزاره ، دغټ چاکویاچړې» محرر په پارچه کلک باندې په ایښي کاغذ قلم راښکه.
ده وپوښتل« واکعه (واقعه) چرته شوې؟»
-« له نیمه ژړغوني غږ نه یې واورېدل په هاغې کوټه کې.
دی مړي ته نږدې نشو، خونې ته لاړ. په خونه کې دچکلېټو دوه قابونه درې پیالې پرتې وې. دپیالوبېخونو ته دشنه چای وچېدو دنکریزو غوندې سور رنګ ورکړی و. ورسره زر ورکونه ( پړقنده کاغذونه او پوډر) هر خواته شیندل شوی و. دپولیسو افسر دمړي له ورور نه وپوښتل « ستاورور و؟»
-«وو»
-« ته چرته وې؟ »
-« زه دمنډه کیمپ ته تللی وم ،دخسر کورته »
-«له کوره کله تلی وې ؟»
-«پرون »
-« نور موکورکې څوک وو»
« هیڅوک ! ښځه مې له ماسره تللې وه اومور مې له یوې اونۍ نه په پنډۍ کې وه، هلته مې دماماکوردی»
یوه بوډۍ ښځه راغله تورز رړوکی یې په مخ ګور پروت و اوسلګۍ یې وهلې په دروازه کې ودرېده»
افسر وپوښتل « مورې ستاځوی و؟»
-« وو! ځویه ، زمادبدبختې ځوی و»
-« ته خوپه پنډۍ کې وې چاخبرکړې؟»
-« وو، زه مې د ورور په کورکې وم ، تللې وم ماویل د ورورکورکې به څوشپې وکړم، له ده نه وړوکی ځوی مې هم راسره تللی و. پرون راته ده (خپله مشر ځوی ته یې اشاره وکړه)ټلېفون وکړ چې خپله ښځه دیوه دوه شپولپاره بیایم دپلار کره ، ماویل زلمی هلک دی یواځې یې کورکې نشم پرېښودی ، سهاروختي ددې واړه ځوی سره راروانه شوم»
« ولې نو؟ ویرېده خوبه نه ؟»
« نه هغه نه ویرېده خو؛ زه ویرېدم ، ددې حال نه ویرېدمه ، چې خدای راواړاوه»
سپین ږیري وویل « صیبه ! ډېر عجیب کارشوی، ښه دوستان خلک دي لومړی یې چای څښلی دی بیایې وژلی دی»
پولیس افسر وپوښتل « ته څه پوه شوې ؟»
-« دادچای پیالې ګوره ! عاجز ته یې دښځو جامې هم اغوستې وې»
-« هغه جامې چرته دي»
سپین ږیري دکوټې ګوټ ته یوه سپینه پرته غوټه راواخیسته. په بیړه یې پرانیسته ، سورکمیس یې ترې راوویست دپاولیوشرنګاشوه. په غوټه کې سپین پرتوګ اوسور زړوکی ښکاره شول. کمیس یې وکوت وینه پرې وچه شوې وه خودګوزارونونښې پکې نه وې.
پولیس افسر له کړکۍ نه بهر وکتل« دامخامخ کور دچا دی؟»
« دامو خپلوان دي »
« څنګه خپلوان »
« ماماخیل مودي»
« په کورکې څوکسه دي؟
« یوه پلار یوه مور دوه زامن یې په سعودي کې دي او یوه پېغله لور لري »
هغه سړی بهر شته دی ؟
« نه ! هغه موټر چلوي سهار وختي تللی دی»
« داکیڼ اړخ ته موکور دچادی»
«داموقومیان دي»
«په دې کې څوک اوسېږي؟»
سپین ږیري وویل «صیب دازماکوردی ، یوه زه یم ، یوه مې بوډۍ ښځه او پنځه مې زامن دي ، مال دخدای دی خو په مزدوریو پسې ورک وي»
« بېګاڅوکسه کورکې وو؟»
« درې کسه !»
«چرته مزدوري کوي؟»
« دوی خوپورې غاړه بټۍ کې خښتې اچوي ، هغه دوه کسه یوپه سعودي کې دی ،بل په پنډۍ کې خښتې اچوي.
« ستاسو کورته دادېوال هم ډېر وړوکی دی، نږدې تګ راتګ به لرئ ؟»
« ووصیب دوی مې داسې دي لکه دبچو غوندې ، ګورګاونډمودی ، سترسلاموسره نشته.
« ستازامنو ودونه نه دي کړي ؟»
« دوو ته مې ودونه کړي دي یو هغه په سعودي کې چې دی اوبل یې دلته دي »
« لوڼې نه لرې ؟»
« یوه لرمه صیب ، وړکی ده داووه اته کلونو به وي»
«څومره وخت کېږي چې ځوی دې په سعودي کې دی ؟»
«درې کاله وشول»
«زامن دې بهرشته ؟»
«هو ،خواران بټۍ ته تلي وو اوس مې پسې هلک ولېږه راغلل»
«په اول کټ کې چې ناست و، دغه دې ځوی دی؟»
«نه صیب! هغه تاچې ورسره خبرې وکړې هغه نه دی،یوځوی مې بازار ته کفن پسې تللی او دوه دلته دي وبه یې وینې»
افسرلږه شېبه فکر وکړ اوبیایې دمړي ورورته مخ واړاوه وې ویل
« مونږ به دنورو تحکیکاتو(تحقیقاتو)دپاره یوه لیډي انویسټیګیټره ( ښځینه څېړونکې)راولېږو خوتاسوبه ورسره هیلپ (مرسته) کوئ ، ځکه چې ستاسودهیلپ نه علاوه مجرم ته نشورسېدی»
او د کوټې په ګوټ کې دپراته ټيپ په بټن یې ګوته کېکاږله، له ټيپ نه دموسیقۍ شرنګ وخوت. افسرغږ ونه پېژنده خو دایې واورېدل«له خنداشنه شوه په شالاړه ، ماته وايي اخ لېونی شولې ، اوس به ددواړو وینې ګډې وډې ځینه ، څوک به راشي»
* * * * *
پولیس افسر دهغه په ژبه لیډي انویسټیګیټره خپل دفتر ته وغوښته ، هغې عام سلام وکړ. ده ورته مسکۍ په شوق یې وروکتل په مسکایې وویل « راځئ ، صیبې راځئ»
او ورپاڅېدلاس یې ورکړ.لاس پرې دنورکله په شان پوست او خوږ ولګېد، په پرېښودو کې یې لږ ځنډوکړاو نری غوندې زور یې ورکړ. هغې پوزه کوت کړه، خوله یې نیم کښوشوه. ده له لاسه همدغسې نیولې لکه تارپه خوله کب چې له اوبونه راوباسې ترڅپل څنګه دمېز په اړخ پورې راوڅکوله، هغې په شونډولاس کېښود وې ویل « بیابه دې خوله سره شي »
-« دضالم لورې !نودومره سرخي څله وخې(وهې) مینږ(مونږ) نه خودې هسې هم زړه وړی »
-« چې زیارت(پنجشنبه) راشي سترګې دې پټې وي کورته په منډه یې او زړه درنه ماوړی» افسر خبره ختمه کړه،وې ویل «ښه ! دکیمپ دکیس خبرې څنګه دي ، څه نوي څه مخ ته راغلي که نه؟»
څېړونکې مسکۍ شوه« ماویل یواځې زمونږ دپولیسو ډیپارټمنټ کې به ګنده ګیري وي ، خو ماجر زمونږ نه ډېرګنده ګیر دي؟»
افسر په مسکاځواب ورکړ« ټوله دنیاتاسولېونۍ کړې ده ، ځه ! خبره کوه!»
ـ« په مخامخ جینۍ یې سر ورکړی که دسعودي وال په ښځې ؟»
ـ« لاپته نه لګي ، خو(په خندا) دهمدې !!شهیدراته ښکاري»
پولیس افسر وخندل « ښه نوپه دې مړخومړنه دی»
« نوي مالومات دادي چې ، دې هلک دمخامخ کورله جینۍ نه چې لا واده شوې نه ده ، څوځکه (خولې )کوګۍ اغشتې (اخیستې )دي »
«جینۍ ومنله؟»
-« آو، وې منله ، دهلک مور ورته اشاره غوندې وکړه او هغې وویل چې زه یې یواځې لږه چیچلې وم ، خو نور څه یې راته نه دي ویلي ، او دایې هم وویل چې مور او پلاری یې هم په دې نه دي خبر»
« نوتایې خبرې ومنلې چې یواځې خولې یې ترې اغیشتې دي؟»
«آو، ځکه چې زه پویېږم چې نورتالوکات یې ورسره نه دی پاتې شوي»
افسر په شیطانه مسکاوویل « ته څه پوې شویېږې؟»
« زه پویېږم ، نورتالوکات لاڅه چې ډېره مږل شوې هم نه وه » ددې سره افسر ګرېوانه ته لاس ور وړاندې کړ، هغې ترې ځان راښکه.
افسر خپل غټ سر وښوراوه« خوکه خبر وي نودماجروپه کیمپ کې دمرګ دپاره همدغه بس دی ، ښه ! نور...»
ـ« نور ...» ورپسې په خنداشوه« نور داچې دسعودي والې خو دزړه سر و»
-« هسې یې دزړه سر وکه نه...؟»
-« ماته عجیبه داده چې نه دا هلک اونه دسعودي وال ښځه په دې پوهېدل چې داسې داروګان هم شته چې دپریګنینسي (حمل) مخه ونیسي»
-« نوهمداورته مشکل و؟»
ـ« زماخیال دی چې همداورته مشکل و»
-« نوتالار ورونه ښوده »
په خندا« اوس به ورته لارې څه ګټه وکړي . الک تې (ترې ) هسې هم لاړ»
« ښه داخودې په اسانه ډېر مالومات راټول کړل»
« او! ډېر په اسانه ، او اسانه ځکه وو چې دغه ښځې دکورنه بهر نه دي وتلي ، ډېرې یرېږي ، چې صرف ورته ووی چې تاڼې ته دې بوځم نوبس هرڅه درته وايي»
پولیس افسر په خنداوویل « ددوی سړی هم همداسې ویرېږي، خلک وای چې ددوی پخوانۍ اکومت (حکومت) ډېر ظالم اکومت و. لکه چې مینږ (مونږ)چې سینګه (څنګه)په کبایلي(قبایلي)ایلاکو(علاقو)کې دایف ،سي ،ار کانون (قانون)لرو دغسې ددوی کانون هم و.
«ښه نورڅه اورشتیامالومات دې ونه که چې داورور یې ولې په دې شپه دکورنه تلو، چرته دده خوبه پکې ...؟»
« په ده هم شک کېدای شي خو څوک به خپل ورور ولې وژني؟»
« کله ورونه هم مرګ غواړي اوکله بنده پخپله ظالم شي بیاورور هم وژني»
«هغه خوپه ښکاره خپله ښځه دپلار کره بوتلې وه نوره نه پویېږم؟»
« خوته ولې داشک کی (کوې)؟»
« ځکه چې پخپله تلونوسهاریې هم مورته ټېلفون کولی شو، ولې یې ورته ماښام کولو چې ده یې وروریواځې پرېښي، دی پوهېده چې مور خویې هسې هم دشپې نشي راتللی »
« ټلېفون خو خلک هسې هم کوي»
« خو دمېز یاجیب دټلېفون نه هسې ټلېفون کوي ، پي ،سي او له پسې نه ځي)
څېړونکې په فکرمندۍ دافسرسترګوته وکتل او وې ویل « رښتیا!»
افسر وویل « ځه ! په دې درې واړو اپشنوبه کار وکو(وکړو)
* * * ښځینه څېړونکې قلم له مېز نه وواهه وې ویل« مطلب داچې زمونږ درې واړه اپشنونه سم نه و،قتل دشپې دلس نیمو او یولسوترمنځ شوی دی او دجینۍ پلار چې ډرایور دی هغه دشپې یولس بجې دګاډی سره کیمپ ته په لاره پل ته رارسېدلی دی. او پولیسو ترې یوشکمن کس کوزکړی دی، او بیاده شپه تر ډېره دهغه دراخلاصولوپه کوششونو کې رڼه کړې ده. پولیس داخبره مني چې دی یې تاڼې ته بوتلی دی او سهاریې ځکه ګاډی وختي بوتلی وچې بل ډرېور ته یې اواله ( حواله) کړي اوپخپله خوب وکړي، دسعودي والې لېورونوهم نه دی کړی ځکه چې هغوی دشپې تر دولسو پورې یوه ددوی له کورونو نه لرې یوه واده کې ګډېدل»
افسر وپوښتل او دریم اپشن؟
-« وروریې په رښتیاهم دمنډه په کیمپ کې و، ځکه چې هلته یې په یوه بېټک کې یې دشپې تر دولسوبجوپورې دلسونه دزیاتوکسانوسره تاش (پرې ، قیطې) کړی دی.
افسر په ژور فکرویل « آو! خو څوک کېدای شي؟؟»لږه شېبه یې بیافکر وکړاووې ویل« هغه دسروسترګوکس پکې څنګه را انوالف (راښکېل) کولی شو؟
ښځینه څېړونکې وویل«نه پویېږم دهغوی کورترې وړاندې دی، بیامونږ دلته دځان سره چوبیس ګېنټې ( ۲۴ساعته) ساتلی دی خوڅه ریزن (لامل) مونه دی پیداکړي»
افسر بیاپه ژور فکر وویل« نوداکیس بیاانویسټیګیټ (څېړل )کول غواړي، خو دکوم ځای نه به شروع کوو؟؟»
ښځیه څېړونکې وویل«نه پویېږم، دښځینه کپړو ور اغوستلو اوبیادمرګ نه وروسته دوراغوستلوترشادښځوکیس ښکاري»
-« آو، خوڅنګه؟»بیایې لږه شېبه فکر وکړوې ویل «داموریې دورورکره تللې وه کنه»
-« آو»
-« نودې بوډۍ هلته څه کول، داخوبوډۍ ښځه ده په دومره شپویې هلته څه کول؟ دامالومول پکاردي چې له ده نه خپه خونه وه او که خپه وه نوپه څه؟
څېړونکې په بیړه دفایل پاڼې واړولې دبوډۍ بیان یې راواړاوه وې ویل «لکه چې دلته څه شته ؟»
-« څه دي ؟»
-« دا تلې وه چې همده له کوژدن وکړي او دجینۍ کورهم په پنډۍ کې دی»
-« نوهمداوڅېړئ»
* * * * * ښځینه څېړونکې وویل «سر ستاسوشک سوپرسنټ(سل سلنه) سم و، سورسترګي په جرم اعتراف وکه(وکړ)
افسر په فاتحانه لهجه وویل« ماچې ولید، سترګې یې دقاتل وې ، ښه ! داووایه چې څه وايي چې ولې یې وژلی ؟»
-« کومه جینۍ چې یې مقتول له غوښتې وه، دایې اول ده له غوښته خو پلاریې ده له نه وه ورکړې ، کله چې دمقتول مور ورغله ، هغوی ورته ښه کړې وه. خولاکوژدن یې نه وه کړې ، دی چې خبرشو ددوه ورونوسره لاړ، دهغه سره یې چای وڅکله اوبیایې وواژه ، ورپسې یې دخپلې بابي ( ورندار) جامې ور واغوستې ، په کومه چاړه چې یې وهلی دی هغه یې بټۍ ته دتللوپه وخت خوړ ته اچولې وه. ځای یې راوښود او پولیسو له ژورو اوبونه راوویسته.

وربل چاله کړه ، دواړه رلفې تنابونه : لیک رحیم الله بشارت

وربل جاله کړه ، دواړه زلفې تنابونه
رحیم الله بشارت ، کابل
ژوندپه مخه ځغلي ، او ددغې ځغاستې او ځغل لپاره اړ دی چې لارې هم بدلې کړي ځکه چې د تېز او پوخ ځغل لپاره اوارو او پخو لارو ته اړتیاده. او کله چې لارې بدلېږي نو شونې ده چې لوري هم ورسره بدل شي. پلار مې وايي چې له شولتنه یې په مالګه او ګوړه پسې تر باجوړه مزلونه کړي دي. خو اوس به ډېر داسې څوک ووینئ چې دلته مزدورۍ ته راغلي وي.
دژوند یوبل اړخ ته وګورئ. یوه سندره به زمونږ دکونړیانو نیاګانوهم ویله اودباجوړیانونیاګانوهم. زمونږ دوی چې به ویله داسې به وه ” لاړشه باجوړته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ، تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه “
خو چې باجوړۍ نیابه ویله بیاداسې وه” لاړشه پېښور ته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ،تازه ګلونه درې څلورماله راوړه“ داخلاقو غوښتنه خوداده چې هغوی ویلی ” لاړشه ! چغسرای ته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ، تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه“ خودانسان اخلاق هم ډېر کله دده په اړتیاوو پسې ځغلي. په هغه څه ځان پړ ګڼي چې هم یې پکې اړتیاوې نغښتې وي او هم یې داخلاقو جامه اغوستې وي. او زمونږ دباجوړ یادونه له دوی سره دیو والي غوښتنې او مینې له کبله نه وه بلکې باجوړ راته داسې یو شی و لکه هغوی ته پېښور.
نوداولې ؟
ځواب اسانه دي. مونږ باجوړ ته پسخېدو. هغوی پېښور ته . انسان په هغه څه پسې خیال پلوونه (یا زمونږ په ژبه ” پولاوونه “ ) وهي. چې نه شي ور رسېدلی او یابه داسې ووایو چې بنیادم ځان هغه ځای ته دخیال په وزرونو رسوي چېرته چې یې پښې تڼاکې کېږي او یایې سپینې تښتي. باجوړ مونږ ته همدغومره ارزښت درلود څومره چې هغوی ته پېښور.
لامل یې څه و؟
هلته ګوړه وه، هلته مالګه وه او مونږه دې دواړو خوږو او تروو ته اړتیالرله. تن ته موسوډیم او خواږه دواړه ښه دي. بې مالګې لاڅه خواړه وي او بې خوږو به لادچای خوند څه وي.
که خبره دټول کونړ په کچه وي دغسې سمه ده خوکه له سیند نه دباجوړ اړخ ته دپرتو کونړیانو دتګ خبره وي نو بیاپکې نورې خبرې اولاملونه هم شته. یوبل لامل یې دادی. یو وخت مې اورېدلي و چې کونړ سیندخونکار دی. چاددې دسیند په خونکارۍ باندې دټاپې لګولو لپاره راته ورسره غبرګه یوکیسه هم کړې وه چې ”یوه ناوې دسرو شالونوسره ، په سرو لاسونو ، دڅلورو وراییزو دوه سرو چمبو(دریاګانو) او دوه خپلوانوسره یوځای دجالې دخیږ داوښتو له امله دچا دغېږې په ځای دسیند خېټې ته ورغله“ ځکه چې پل نه و. کېدای شي چې ناوې په دې پوهېدلې وي چې له خیږ نه هوا په وتو ده نوزړه کې به یې ویلې وي چې : ” که دیدن کړې غاړې له راشه = کېښتۍ ډوبېږي په تخته ولاړه یمه “
یو وخت راته چا وویل دپاکستان دولت هڅه کوي چې دکونړ له سیند نه پورې چې کومې سیمې دې دهغوپه اوسېدونکوخپلې پېژندپاڼې (شناختي کارډونه ) وویشي. او له دې لارې غواړي ورو، ورو ځان تر سیندپورې را ورسوي . دلته ولې پاکستان دغه خیال پلووهلی شو؟. ددې به هم څه لاملونه وي. ولې له سیند نه دې غاړه سیمې نه یادوي چې ټول سیندیې ورخپل شي. هسې هم په کشمیر کې دجیلم دسیند داوبو په سر په جنګونو شخړو او ناندریو کې له پیدایښت نه تر” بوډاتوبه“ ښکېل دی. لامل یې دادی چې دلته ورته دنوک ایښود ځای نشته.
چاچې راته دغه ببولاله غږولې وه ماهم ورته ورشتۍ کړه چې :
یو وخت دناواپاس په غاښي کې ولاړ وم . پاټک بندوکه څه بلاوه. خوایسار وم. یوځل مې دغره دکونړ اړخ ته وکتل بیا مې بل اړخ ته . دا اړخ یې تک شین و. ونې بوټي وو. خوبل اړخ سپېره ، دتروکو له څوبوټو پرته پرې څه نه ښکارېدل. په زړه کې خوشحاله شوم. خوبیامې وروسته دې ته پام شو. چې ددې لامل دادی چې په دې اړخ باندې لمر نه لګېږي. او له دې امله اوبه ترډېره پورې ساتلی شي او اوبه دژوندنښه ده. همدغه داوبوزېرمه کېدل دي چې دا اړخ یې شین ساتلی خو ، لمر انرژي لري او ددې مانا داده چې دا اړخ یې له انرژۍ نه بې برخې کړی دی. کېدای شي همدالامل وي چې دلته مونږ په طبیعت کې ګوتې وهل دانسان چاره نه ګڼو او دنښترو پرته چې نور هرڅه خدای په څه حال راکړي په هماغه حال یې ساتو او ساتلي مودي.
ماچې خبره تر دې ځایه راورسوله. اورېدونکي وخندل « نښتر هم راله بل څوک وهي ، مونږ یې نه وهو»
که ولاړې اوبه دژوندسرچینه ده نو روانې اوبه دانرژۍ سرچینه ده. زمونږ سیند زمونږ له لوري یازمونږ مړې او بې سېکه تنې وړي او یازمونږ دونودزور او ځواک نه ډکې تنې. خوګټه یې نورو ته رسېږي. مونږ پرې تګ راتګ هم کوو. خو په جاله کې ، پرمختګ مو دومره کړی چې دغويي دپوستکي په ځای اوس دټایر ټوپونه (ټیوب) کاروو. بس همدغه دانسان له پرمختګ نه زمونږ ترلاسه کړې برخه ده. بیاکاش چې دغه ټوپونه خومو پخپله جوړ کړي وای.
یو وخت دیو پخواني والي په وخت کې دکونړ ” دولایت مقام “ ته ورغلم . د” مقام “ په خوله کې یې سټیج (دریځ ) مات ، چنډال پروت و. په زړه کې مې تېرشول. ”دالازمونږ حال دی.“ دوه قدمه لرې دنښترو ګرګې وګوره او زمونږ دغه مات دریځ.
بیابه چې هر څوک له کونړ نه راته د دریځ پوښتنه به مې ترې کوله چې اخر مې دیوه له خولې واورېدل چې ”جوړکړی مودی. هغه دړه مو ورته بدله کړه“
په یوې پسې بله رایادېږي خوبېرته به له سیند نه پورې کونړیانو ته ور وګرځو.له سیندنه پورې خلکوته له نور کونړ او له باجوړسره اړیکوساتلو کې یواځې دومره توپیر و. لکه په مرګ او دغره په څوکه ختلوکې چې دی. په باورسره چې فکر به کوئ داخوډېر لږ توپیر دی. په رښتیاهم همدغومره لږتوپیر و. ځکه چې که له ”سیندې پورې “ یې خپل ” راوورې (هورې)“ ته ځان رارساوه نوکېدای شي چې له ځانه یې دکونړسین دشګوپه ډکو اوبوکې لاسونه وینځلي وای او که باجوړ ته تګ یې سپینې تښتولې خوبیایې سر بېرته روغ راووړ. نوکونړ ورته ښه و؟ که باجوړ؟ که مونږ ژوند له خدای پیداکړي یو خوباجوړ ورله ښه و.
خوځه ښه شوه. که په کلو(کلیو) مو دسلطان سکندر زرقرنین عمر په یوه حال تېرشو نو اوس خو به په سیند دراپورې وتلو په وخت دمرګ له ګواښ نه خوندي وي. اوس به ناوې په سرو لاسونو داوبوسینو ته نه لوېږي. اوس به دسیند دیوې خوا او بلې خوا په بیو(قیمتونو) کې دجاله وان مزدوري په نظر کې نه نیول کېږي. او ددې ټولو نه غوره یې داچې دمینې دزیاتېدولپاره به هم تګ راتګ کولی شو.
مینه په تلو راتلوزیاتېږي ، کله راځه کله به زه درځم میینه.
زه یوه ورځ دکونړ سیند په یوه غاړه ودرېدم. اوړی و. دسینداوبه دخپلې ځوانۍ او مستۍ په جوش کې وې. لویې ګرګې او توږل شوي څلورتوږي ( چارتراش ) پکې له ماشومونیالګیو او پېغلوټو ونوسره یوځای روان و. مخامخ کلي ته مې وکتل . له کلی نه ښځې یوځای او نارینه بل ځای راوتلي و. دې اړخ ته هم همدغه حال و. دوی ټول په دې تمه وو. چې له سیند نه لرګي راونیسي . خوهیچازړه نشو کولای. دوی یواځې له یوې خوانه بلې خواته لاسونه ، څادرونه او ان سره زړوکي داسې خوځول لکه دکوم عاشق هواباز الوتکه چې دهغه دمیینې په کور له پاسه دورې کوي او میینه یې ورته له لاندې نه خپل سور زړوکی دمینې لېوالتیا او شوق سره خوځوي. مافکر وکړچې که کوم لېونی عاشق وي. او یوځل یې زړه وشي چې خپله مینه وویني. نو څه به کوي. لار به یې داوي چې کله په سیندکې غټه ګرګه وویني. ور وبه دانګي. خلک به وايي چې په یوه لرګي پسې یې له ځانه داوبوخیږ جوړ کړ. خو دهغه روح به ددوی په ماده پرسته فکر پسې خنداکوي.
کېدای شي دهمدغسې سیندپه غاړه په همدغسې حالت کې دچا له خولې وتلي وي چې ” ته له سیندپورې ، زه راهورې + نامردې څله راته ګورې ، وربل جاله کړه دواړه زلفې تنابونه“
خوځه ښه شوه اوس په همدغه سیندباندې درې پلونه جوړېږي.
پل دتګ راتګ وسیله ده. او تګ راتګ که له یوې خوادپورته یادې شوې ټپې په وینامینه زیاتوي نو نورې ګټې هم لري. دکوکتوري او پوهنیزې راکړې ورکړې لپاره تګ راتګ ته اړیو. که دشیګل درې یو اوسېدونکی کورته وارخطاروان وي او ترې وپوښتئ چې چېرته راوان یې ؟درته وبه وايي”کورته ځم مور مې ناجوړه ده “ خوکه په همدغه حال کې همدغه پوښتنه له یوه پېجوال نه وکړئ درته وبه وايي ” کوټې ته ځم بابۍ مې ناروغه ده“
په یوه وړه جمله کې څومره توپیر! لامل یې دادی چې تګ راتګ نشته. او تګ راتګ هغه څه دي چې یودبل په څېرکوي یانې توپیرونه له مینځه وړي. کمزوري فکرونه او ژبني ترکیبونه ، که له هرې خواسره وي خپل ځای ځواکمنو هغو ته پرېږدي ، پخپله یې مرکنډونه ماتېږي او له منځه ځي.
دکونړ ډېری کلي واړه دي او داشونې نه ده چې هر کلي ته دې ځانته ښوونځی او بیا لادهلکانو او جینکوبېل ، بېل ښوونځي جوړشي نوکه دسیند دیوې غاړې او بلې غاړې ترمنځ پلونه وي نو زده کوونکي به کولی شي چې له یوې غاړې نه په بلې غاړې پراته ښوونځي ته ورشي. او داسې به مونږ دزمان دځغلېدونکي اس واګي په خپل لاس کې واخلو او لوری به ورته پخپله وټاکو. که په پوهه پوره شو نو لرې نه ده چې څوک د”تورکمیس “ لپاره له چانه وغواړي چې دکونړشنو غرونو ته راشي.
اوس به موناوکۍ دچا دغېږې په ځای دکبانو خېټو ته نه ځي. او مین به نه وايي چې
” وربل جاله کړه دواړه زلفې تنابونه “
ځکه چې اوس ژوند دخپل ځغل لپاره لارې بدلې کړي دي او کېدای شي چې لوري هم بدل کړي. خواوس هم په په دوه سوه کیلومټره اوږده سیندباندې درې پلونه ډېر کم دي. چارواکوته ښايي چې نورې هم لاس ، پښې ووهي او نور پلونه هم جوړکړي.