Sep 2, 2008

وربل چاله کړه ، دواړه رلفې تنابونه : لیک رحیم الله بشارت

وربل جاله کړه ، دواړه زلفې تنابونه
رحیم الله بشارت ، کابل
ژوندپه مخه ځغلي ، او ددغې ځغاستې او ځغل لپاره اړ دی چې لارې هم بدلې کړي ځکه چې د تېز او پوخ ځغل لپاره اوارو او پخو لارو ته اړتیاده. او کله چې لارې بدلېږي نو شونې ده چې لوري هم ورسره بدل شي. پلار مې وايي چې له شولتنه یې په مالګه او ګوړه پسې تر باجوړه مزلونه کړي دي. خو اوس به ډېر داسې څوک ووینئ چې دلته مزدورۍ ته راغلي وي.
دژوند یوبل اړخ ته وګورئ. یوه سندره به زمونږ دکونړیانو نیاګانوهم ویله اودباجوړیانونیاګانوهم. زمونږ دوی چې به ویله داسې به وه ” لاړشه باجوړته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ، تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه “
خو چې باجوړۍ نیابه ویله بیاداسې وه” لاړشه پېښور ته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ،تازه ګلونه درې څلورماله راوړه“ داخلاقو غوښتنه خوداده چې هغوی ویلی ” لاړشه ! چغسرای ته کمیس تور ماله راوړه ، تازه ، تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه“ خودانسان اخلاق هم ډېر کله دده په اړتیاوو پسې ځغلي. په هغه څه ځان پړ ګڼي چې هم یې پکې اړتیاوې نغښتې وي او هم یې داخلاقو جامه اغوستې وي. او زمونږ دباجوړ یادونه له دوی سره دیو والي غوښتنې او مینې له کبله نه وه بلکې باجوړ راته داسې یو شی و لکه هغوی ته پېښور.
نوداولې ؟
ځواب اسانه دي. مونږ باجوړ ته پسخېدو. هغوی پېښور ته . انسان په هغه څه پسې خیال پلوونه (یا زمونږ په ژبه ” پولاوونه “ ) وهي. چې نه شي ور رسېدلی او یابه داسې ووایو چې بنیادم ځان هغه ځای ته دخیال په وزرونو رسوي چېرته چې یې پښې تڼاکې کېږي او یایې سپینې تښتي. باجوړ مونږ ته همدغومره ارزښت درلود څومره چې هغوی ته پېښور.
لامل یې څه و؟
هلته ګوړه وه، هلته مالګه وه او مونږه دې دواړو خوږو او تروو ته اړتیالرله. تن ته موسوډیم او خواږه دواړه ښه دي. بې مالګې لاڅه خواړه وي او بې خوږو به لادچای خوند څه وي.
که خبره دټول کونړ په کچه وي دغسې سمه ده خوکه له سیند نه دباجوړ اړخ ته دپرتو کونړیانو دتګ خبره وي نو بیاپکې نورې خبرې اولاملونه هم شته. یوبل لامل یې دادی. یو وخت مې اورېدلي و چې کونړ سیندخونکار دی. چاددې دسیند په خونکارۍ باندې دټاپې لګولو لپاره راته ورسره غبرګه یوکیسه هم کړې وه چې ”یوه ناوې دسرو شالونوسره ، په سرو لاسونو ، دڅلورو وراییزو دوه سرو چمبو(دریاګانو) او دوه خپلوانوسره یوځای دجالې دخیږ داوښتو له امله دچا دغېږې په ځای دسیند خېټې ته ورغله“ ځکه چې پل نه و. کېدای شي چې ناوې په دې پوهېدلې وي چې له خیږ نه هوا په وتو ده نوزړه کې به یې ویلې وي چې : ” که دیدن کړې غاړې له راشه = کېښتۍ ډوبېږي په تخته ولاړه یمه “
یو وخت راته چا وویل دپاکستان دولت هڅه کوي چې دکونړ له سیند نه پورې چې کومې سیمې دې دهغوپه اوسېدونکوخپلې پېژندپاڼې (شناختي کارډونه ) وویشي. او له دې لارې غواړي ورو، ورو ځان تر سیندپورې را ورسوي . دلته ولې پاکستان دغه خیال پلووهلی شو؟. ددې به هم څه لاملونه وي. ولې له سیند نه دې غاړه سیمې نه یادوي چې ټول سیندیې ورخپل شي. هسې هم په کشمیر کې دجیلم دسیند داوبو په سر په جنګونو شخړو او ناندریو کې له پیدایښت نه تر” بوډاتوبه“ ښکېل دی. لامل یې دادی چې دلته ورته دنوک ایښود ځای نشته.
چاچې راته دغه ببولاله غږولې وه ماهم ورته ورشتۍ کړه چې :
یو وخت دناواپاس په غاښي کې ولاړ وم . پاټک بندوکه څه بلاوه. خوایسار وم. یوځل مې دغره دکونړ اړخ ته وکتل بیا مې بل اړخ ته . دا اړخ یې تک شین و. ونې بوټي وو. خوبل اړخ سپېره ، دتروکو له څوبوټو پرته پرې څه نه ښکارېدل. په زړه کې خوشحاله شوم. خوبیامې وروسته دې ته پام شو. چې ددې لامل دادی چې په دې اړخ باندې لمر نه لګېږي. او له دې امله اوبه ترډېره پورې ساتلی شي او اوبه دژوندنښه ده. همدغه داوبوزېرمه کېدل دي چې دا اړخ یې شین ساتلی خو ، لمر انرژي لري او ددې مانا داده چې دا اړخ یې له انرژۍ نه بې برخې کړی دی. کېدای شي همدالامل وي چې دلته مونږ په طبیعت کې ګوتې وهل دانسان چاره نه ګڼو او دنښترو پرته چې نور هرڅه خدای په څه حال راکړي په هماغه حال یې ساتو او ساتلي مودي.
ماچې خبره تر دې ځایه راورسوله. اورېدونکي وخندل « نښتر هم راله بل څوک وهي ، مونږ یې نه وهو»
که ولاړې اوبه دژوندسرچینه ده نو روانې اوبه دانرژۍ سرچینه ده. زمونږ سیند زمونږ له لوري یازمونږ مړې او بې سېکه تنې وړي او یازمونږ دونودزور او ځواک نه ډکې تنې. خوګټه یې نورو ته رسېږي. مونږ پرې تګ راتګ هم کوو. خو په جاله کې ، پرمختګ مو دومره کړی چې دغويي دپوستکي په ځای اوس دټایر ټوپونه (ټیوب) کاروو. بس همدغه دانسان له پرمختګ نه زمونږ ترلاسه کړې برخه ده. بیاکاش چې دغه ټوپونه خومو پخپله جوړ کړي وای.
یو وخت دیو پخواني والي په وخت کې دکونړ ” دولایت مقام “ ته ورغلم . د” مقام “ په خوله کې یې سټیج (دریځ ) مات ، چنډال پروت و. په زړه کې مې تېرشول. ”دالازمونږ حال دی.“ دوه قدمه لرې دنښترو ګرګې وګوره او زمونږ دغه مات دریځ.
بیابه چې هر څوک له کونړ نه راته د دریځ پوښتنه به مې ترې کوله چې اخر مې دیوه له خولې واورېدل چې ”جوړکړی مودی. هغه دړه مو ورته بدله کړه“
په یوې پسې بله رایادېږي خوبېرته به له سیند نه پورې کونړیانو ته ور وګرځو.له سیندنه پورې خلکوته له نور کونړ او له باجوړسره اړیکوساتلو کې یواځې دومره توپیر و. لکه په مرګ او دغره په څوکه ختلوکې چې دی. په باورسره چې فکر به کوئ داخوډېر لږ توپیر دی. په رښتیاهم همدغومره لږتوپیر و. ځکه چې که له ”سیندې پورې “ یې خپل ” راوورې (هورې)“ ته ځان رارساوه نوکېدای شي چې له ځانه یې دکونړسین دشګوپه ډکو اوبوکې لاسونه وینځلي وای او که باجوړ ته تګ یې سپینې تښتولې خوبیایې سر بېرته روغ راووړ. نوکونړ ورته ښه و؟ که باجوړ؟ که مونږ ژوند له خدای پیداکړي یو خوباجوړ ورله ښه و.
خوځه ښه شوه. که په کلو(کلیو) مو دسلطان سکندر زرقرنین عمر په یوه حال تېرشو نو اوس خو به په سیند دراپورې وتلو په وخت دمرګ له ګواښ نه خوندي وي. اوس به ناوې په سرو لاسونو داوبوسینو ته نه لوېږي. اوس به دسیند دیوې خوا او بلې خوا په بیو(قیمتونو) کې دجاله وان مزدوري په نظر کې نه نیول کېږي. او ددې ټولو نه غوره یې داچې دمینې دزیاتېدولپاره به هم تګ راتګ کولی شو.
مینه په تلو راتلوزیاتېږي ، کله راځه کله به زه درځم میینه.
زه یوه ورځ دکونړ سیند په یوه غاړه ودرېدم. اوړی و. دسینداوبه دخپلې ځوانۍ او مستۍ په جوش کې وې. لویې ګرګې او توږل شوي څلورتوږي ( چارتراش ) پکې له ماشومونیالګیو او پېغلوټو ونوسره یوځای روان و. مخامخ کلي ته مې وکتل . له کلی نه ښځې یوځای او نارینه بل ځای راوتلي و. دې اړخ ته هم همدغه حال و. دوی ټول په دې تمه وو. چې له سیند نه لرګي راونیسي . خوهیچازړه نشو کولای. دوی یواځې له یوې خوانه بلې خواته لاسونه ، څادرونه او ان سره زړوکي داسې خوځول لکه دکوم عاشق هواباز الوتکه چې دهغه دمیینې په کور له پاسه دورې کوي او میینه یې ورته له لاندې نه خپل سور زړوکی دمینې لېوالتیا او شوق سره خوځوي. مافکر وکړچې که کوم لېونی عاشق وي. او یوځل یې زړه وشي چې خپله مینه وویني. نو څه به کوي. لار به یې داوي چې کله په سیندکې غټه ګرګه وویني. ور وبه دانګي. خلک به وايي چې په یوه لرګي پسې یې له ځانه داوبوخیږ جوړ کړ. خو دهغه روح به ددوی په ماده پرسته فکر پسې خنداکوي.
کېدای شي دهمدغسې سیندپه غاړه په همدغسې حالت کې دچا له خولې وتلي وي چې ” ته له سیندپورې ، زه راهورې + نامردې څله راته ګورې ، وربل جاله کړه دواړه زلفې تنابونه“
خوځه ښه شوه اوس په همدغه سیندباندې درې پلونه جوړېږي.
پل دتګ راتګ وسیله ده. او تګ راتګ که له یوې خوادپورته یادې شوې ټپې په وینامینه زیاتوي نو نورې ګټې هم لري. دکوکتوري او پوهنیزې راکړې ورکړې لپاره تګ راتګ ته اړیو. که دشیګل درې یو اوسېدونکی کورته وارخطاروان وي او ترې وپوښتئ چې چېرته راوان یې ؟درته وبه وايي”کورته ځم مور مې ناجوړه ده “ خوکه په همدغه حال کې همدغه پوښتنه له یوه پېجوال نه وکړئ درته وبه وايي ” کوټې ته ځم بابۍ مې ناروغه ده“
په یوه وړه جمله کې څومره توپیر! لامل یې دادی چې تګ راتګ نشته. او تګ راتګ هغه څه دي چې یودبل په څېرکوي یانې توپیرونه له مینځه وړي. کمزوري فکرونه او ژبني ترکیبونه ، که له هرې خواسره وي خپل ځای ځواکمنو هغو ته پرېږدي ، پخپله یې مرکنډونه ماتېږي او له منځه ځي.
دکونړ ډېری کلي واړه دي او داشونې نه ده چې هر کلي ته دې ځانته ښوونځی او بیا لادهلکانو او جینکوبېل ، بېل ښوونځي جوړشي نوکه دسیند دیوې غاړې او بلې غاړې ترمنځ پلونه وي نو زده کوونکي به کولی شي چې له یوې غاړې نه په بلې غاړې پراته ښوونځي ته ورشي. او داسې به مونږ دزمان دځغلېدونکي اس واګي په خپل لاس کې واخلو او لوری به ورته پخپله وټاکو. که په پوهه پوره شو نو لرې نه ده چې څوک د”تورکمیس “ لپاره له چانه وغواړي چې دکونړشنو غرونو ته راشي.
اوس به موناوکۍ دچا دغېږې په ځای دکبانو خېټو ته نه ځي. او مین به نه وايي چې
” وربل جاله کړه دواړه زلفې تنابونه “
ځکه چې اوس ژوند دخپل ځغل لپاره لارې بدلې کړي دي او کېدای شي چې لوري هم بدل کړي. خواوس هم په په دوه سوه کیلومټره اوږده سیندباندې درې پلونه ډېر کم دي. چارواکوته ښايي چې نورې هم لاس ، پښې ووهي او نور پلونه هم جوړکړي.

No comments: